Jump to content

ويکيسيند

د ويکيسيند لخوا

ويكيسيند يو ګڼ ژبنيز سيند دی چې په انګرېزي ژبه Wiktionary نومېږي. دا سيند د ټولو شته ژبو د هممانيزونو، د الفاظو او د هغوی د بډ (متضاد) وييونو، د وييونو ژباړه، د وييونو آرپوهه، او وينګونو سره سره د اصطلاحګانو او وييکو سيند دی چې په ټولګړي کارملتيا سره د انټرنټ پر مټ پروت دی. ويکيسيند يو خپلواک سيند دی چې په کې د وييکو ماناګانې، ريښې او وينګ راغونډ کړای شوي دي. د خپلواک سيند نه موخه دا ده چې (ستاسو په ګډون) هر څوک کولای شي چې په دې کې ليکنه وکړي او که چېرته په کوم لغت کې تېروتنه او وران پوهاوی رامېنځ ته شوی وي هغه کره کړي. ویكيسيند د ويکيپېډيا وړيا پوهنغونډ بشپړ سيندګی دی. د ويکيسيند دا پښتو نسخه د نورو ژبو د وييونو پښتو ژباړه او د پښتو وييونو ژباړه په نورو ژبو کې په څان کې رانغاړي. د ويکيسيند د پښتو ژبې همدغه نسخه په 3 د جنورۍ، 2006 کال په کار پېل وکړ او تر اوسه پورې ۲۵٬۵۷۷ وييونه په پښتو ژبه لري.