ويکيسيند:د ټولنې تانبه
ونگبڼه
د پښتو ويکيسيندليکوالو ته يوه اړينه يادونه:
تر دې وروسته موږ د ګ توري پر ځای د گ توري کارول غوره گڼو. د دې سبب دا دی چې په کره ليکنۍ پښتو کې ګ ناسم گڼل کېږي او د دې پر ځای گ سم گڼل شوی.
که چېرته تاسې په خپلې ليکدړې يا کيبورډ کې د گ د موندلو ستونزه لرۍ نو موږ تاسې ته د يو نوي جوړ شوي کيبورډ د نصبولو وړانديز کوو. دا نوی کيبورډ چې ډېر لږ بدلون پکې راغلی دی، ستاسې ستونزه هوارولی شي. په نوي بدل شوي کيبورډ کې د ګ د تڼۍ پر ځای گ ځای پر ځای شوی، همداراز د ط د توري ځای ې چې پخوا د شفټ په مرسته ټايپېده، نيولی دی او د دې سبب دا دی چې د ط په پرتله ې په پښتو ژبه کې ډېر کارېږي.
- پښتو ليکدړه په اصلي بڼه
- پښتو ليکدړه د شفټ د تڼۍ سره
- پښتو ليکدړه د Altgr د تڼۍ سره
تاسې کولای شی چې دا نوې ليکدړه له دغه ځايه ښکته کړۍ او پخپل کمپيوټر کې يې نصبه کړۍ.