| ويكيسيند ته ښه راغلاست. دا يو ګڼ ژبنيز سيند دی چې په انګرېزي ژبه Wiktionary نومېږي او دا سيند د ټولو شته ژبو د هممانيزونو، د الفاظو او د هغوی د بډ (متضاد) وييونو، د وييونو ژباړه، د وييونو آرپوهه، او وينګونو سره سره د اصطلاحګانو او وييکو سيند دی چې په ټولګړي کارملتيا سره د انټرنټ پر مټ پروت دی. ويکيسيند يو خپلواک سيند دی چې پدغه کې د وييکو ماناګانې، ريښې او وينګ راغونډ شوي دي. د خپلواک سيند نه موخه دا ده چې (ستاسو په ګډون) هر څوک کولای شي چې پدې کې ليکنه وکړي او که چېرته په کوم لغت کې تېروتنه او وران پوهاوی رامېنځ ته شوی وي هغه کره کړي.
ویكيسيند د ويکيپېډيا وړيا پوهنغونډ بشپړ سيندګی دی. د ويکيسيند دا پښتو نسخه د نورو ژبو د وييونو پښتو ژباړه او د پښتو وييونو ژباړه په نورو ژبو کې په څان کې رانغاړي. د ويکيسيند د پښتو ژبې همدغه نسخه په 3 د جنورۍ، 2006 کال په کار پېل وکړ او تر اوسه پورې د 582 پېل تورو وييونه لري.
دلته نوی لغت يا ويی ورزيات کړی
|
|