| ويكي سيند ته ښه راغلاست. دا يو داسې ګڼ ژبنيز سيند دی چې په انګليسي ژبه Wiktionary نومېږي او دا سيند د ټولو شته ژبو د هممانيزونو، د الفاظو او د هغوی د متضاد وييونو، د وييونو ژباړه، د وييونو آرپوهه، او تلفظونو سره سره د اصطلاحګانو او وييکو سيند دی چې په ټولګړي کارملتيا سره د انټرنټ پر مټ پروت دی. ويکي سيند يو خپلواک سيند دی چې پدغه کې د وييکو ماناګانې، ريښې او تلفظونه راغونډ شوي دي. د خپلواک سيند نه موخه دا ده چې هر ځوک کولای شي (ستاسو په ګډون) چې پدې کې ليکنه وکړي او که چېرته په کوم لغت کې تېروتنه او وران پوهاوی رامېنڅ ته شوی وي هغه کره کړي.
ویكي سيند د ويکيپېټيا خپلواک پوهنغونډ بشپړ سيندګی دی. د ويکي سيند دا پښتو نسخه د نورو ژبو وييونو پښتو ژباړنه او د پښتو وييونو ژباړنه په نورو ژبو کې په څان کې رانغاړي. د ويکي سيند د پښتو ژبې همدغه نسخه په 3 د جنورۍ، 2006 کال په کار پېل وکړ او تر اوسه پورې د 73 پېل تورو وييونه لري.
دلته نوی لغت يا ويی ورزيات کړئ
|
|